انصار: (د لیندی ۱۶ مه)، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دغه وزارت د څانګو له رئیسانو وغوښتل چې د ګمارنې په برخه کې شفافیت په پام کې ونیسي او چارې یې مسلکي کسانو ته پرېږدي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، سراج الدین حقاني د چهارشنبې په ورځ د دغه وزارت د بېلابېلو څانګو له رئیسانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له خلکو سره په چلند کې نرمي وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکو تل له حکومته غوښتي، چې چارې مسلکي کسانو ته وسپاري او د هغوی د تخصص او وړتیا پر بنسټ کسان وګماري. تر دې وړاندې د طالبانو حکومت مشر هم له حکومتي مسوولینو غوښتي وو، چې کار اهل کار ته وسپاري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28868